په چک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده
د نشرنیټه : د آگست ۲۲ مه ، د ۲۰۱۲ میلادی کال
په چک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده
۱ / ۶ / ۱۳۹۱
نورمحمد خلیلوال
د اختر د دوهمې ورځې را پدیخوا د وردګو د ولایت د چک په ولسوالۍ کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د اختر په دوهمه ورځ د وردګو د چک د ولسوالۍ په لور دولتی پوځی ځواکونو حرکت وکړ. عینی شاهدان وایی چې په دې ځواکونو کې د دیرشو په شاوخواکې ټانکونو او زغره لرونکو وسیلو برخه لرله او د هوائی ځواکونو او الوتکو لخوایې هم حمایت کیده. د اختر په دوهمه او دریمه ورځ دا ځواکونه د لارو په اوږدو کې جوپه جوپه د طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول. د ګلی او زمانخیلو په سیمو کې جګړې سختې وی.